د قرآن کریم یو اتیایمه سوره ؛کورت؛ نومیږي. دغه سوره په ۲۹آیتونو سره د قران کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده . کورت چې یوه مکي سوره ده ، دنزول په تربیب کې اوه سوره ده چې د اسلام پر ګران پیغمبر(ص) نازله شوې ده.
؛تکویر؛پخپلو کې سره دپیچلتیا او تورتم شونې په معنا ده . دغه نامه ددغې سورې په لومړني آیت څخه اخستل شوې ده . تکویر سوره د له قیامت څخه مخکې د پیښو او ددغې ورځې د نښو نښانو په باب او دغه راز له پیغمبر اکرم سره د جبرائيل د لیدو او د و حي د فرښتې د ځانګړنو او د قرآن کریم او د وحي د حقیقت په هکله خبرې کوي.
د تکویر سورې اصلي موضوع انسان ته خبرداری ورکول او د قیامت د ورځې په باب دهغه خبرول دي.
د سورې محتوا ښئ چې د اسلام د ګران پیغمبر د پیغمبرۍ په لومړني پړاؤ کې نازله شوې ده، ځکه دهغو تورونو په باب چې مشرکان ئې د پیغمبر اکرم (ص) په باب مطرح کوي غبرګون ښئ او پیغمبر له دغو موردونو پاک ګڼي .
ددغې سورې آیتونه په دوو برخو کې ارزول کیدلی شي، لومړۍ برخه ئې د قیامت د ورځې د نښو او دهغو د پيښو بیانول دي ، د سورئې لومړني آیتونه ، د قیامت د ورځې او دهغو بدلونونو د نښو په باب چې د نړۍ په پاي کې رامینځةکیږي،خبرې کوي ،لکه چې د لمر پیچلتیا، دستورو نسکوریدا او د زلزلې له زیاتوالي څخه دغرونو له خپل ځایه خوځيدا او د خلکو ویره او وحشت.
د آيتونو په دغې برخې کې هغه دولس شرطونه شته چې له قیامت څخه مخکې د نړۍ د نظام دپيښو پرقطعي کیدا او ناڅاپه شونې باندې ټينګار کوي. دوهمه موضوع؛ دقرآن کریم د لويوالي او د د وحي د فرښتې جبرائیل دځانګړنو بیانول،، په دغې برخې کې پر انسانانو دقرآن کریم اغیزو ته اشاره کوي. پې دې موضوع د ټينګار لپاره خداوندمتعال په ستورو ، او په سهار په جلاجلا توګه قسم خوري. په دغې برخې کې راغلي دي ، قرآن کریمد امین فرښتې په وسیله نازل شوی چې د مشرکانو د ادعا په اپوټه په هغه کې شیطان نفوذ نه لري.
یو بل تکی چې په دغې سورې کې لیدلی شو، د جاهليت دوران یو دود او دستور ته اشاره لري، هماغه شان چې لولوو، «وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ: او هغه وخت چې له ژوندي ښخې کړئ شوي جینۍ څخه وپوښتل شی په کومې ګناه (په ناحقه) وژل شوې ده ..(۸-۹)
دغه آیتونه د عربانو د جاهلیّت د پړاؤ له یوه دود سره اړوندیږي چې انجونې به ئې په مختلفو دلیلونو سره ژوندۍ ښخولې ، په هغو دلیلونو کې ، زیاته بې وځلي ، د یوه انسان په توګه میرمنې ته د ارزښت نه ورکولو او د بې آبرو کیدا څخه ویره شامله وه. د تاریخي او تفسیري کتابونو په اساس ، په جاهلیّت پړاؤ کې ، کله چې دښځې د زیږونې موقعه رارسیدله ،نوپه مځکې کې به یوه ګودال یا کنده کیندل کیدله څو میرمن ورباندې پاسه کیښني . که نوزیږی جینۍ وي ،نو هماغه ځاي کې په هماغه ګودال کې ئې ژوندی ښخوله او که هلک وي ،نو بیا به ئې ساتلو .